د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه خصوصي شرکت له رییس سره په لیدنه کې هرات ولایت کې د تذربید او واخل ذخیروي بندونو د سروې، ډیزاین او ودانیزو چارو د پلي کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.
له دغه هوکړه لیک سره سم، به یاد شرکت خپل فعالیتونه د دې ذخیروي بندونو د سروې، ډیزاین او پلي کولو په برخه کې پیل کړي او د اوبو او انرژي وزارت به د هوکړه لیک له موادو سره سم له یاد شرکت سره همکاري وکړي.

