د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې په شمال کې د اسرائیلي یرغلګرو د محاصرې له پیل راهیسې ۵ زره فلسطینیان شهیدان او یا ورک دي.
اسرائیلي عسکرو د غزې شمال د تېر زېږدیز کال د اکتوبر په پیل کې کلابند کړی او په دې سیمه کې یې پوځي عملیات دوام لري. د غزې د روغتیايي سرچینو په وینا؛ په دې بریدونو کې تر دې مهاله ۹ زره او ۵۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.
د غزې د دولتي رسنیو دفتر په شمال کې د اسرائیلي رژیم محاصره د له منځه وړلو، کډوالۍ او ویجاړۍ تر ټوله وحشتناکه بڼه بللې او ویلي یې دي، چې په دې جنګ ځپلې سیمه کې سلګونه زره کسان اغیزمن شوي دي.
له دیرالبلاح نه د الجزیرې خبریال ویلي، چې د غزې شمال د ارواوو په سیمه بدل شوی او پراخه ویجاړۍ او کنډوالې پکې رامنځته شوې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ وینو چې د غزې تړانګې په هر ځای (ښوونځي، روغتون، سرپناه، کمپ) کې په سیستماتیک ډول فلسطینیان په نښه کېږي.
د غزې په شمال کې تر ټولو مهم فعال روغتیايي مرکز کمال عدوان هم په تېره ډسمبر میاشت کې اسرائیلي عسکرو ویجاړ کړ او د نیول شوي مشر ډاکټر حسام ابو صفیه سرنوشت یې لا معلوم نه دی.
د حماس غورځنګ او اسرائیلي رژیم تر منځ د اوربند په تړاو د خبرو له جریان سره سم غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو وحشي بریدونو زور اخیستی، چې له امله یې هر ورځ لسګونه کسان شهیدا او ټپیان کېږي.