ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند کې پر زر جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټی جوړېږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي هلمند ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت له مرستیال والي سره لیدنه کړې.

د هلمند ولایت ویاند مولوي محمد قاسم ریاض ویلي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري هلمند کي پر زر جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي جوړولو حکم شوی دی، چي پر بنسټ به یې دغه یاده شوې ځمکه د موقعیت، چاپېریال او شرایطو په پام کي نیولو سره انتخاب او بیا به د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته انتقال کړل شي، ترڅو د یاد ریاست له لوري د طرزالعمل له مخې مستحقو صنعتکارانو ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، صنعتکاران به ورباندي پانګونه وکړي، خلکو ته به کاري زمینه برابره کړي او اقتصاد به ورسره پیاوړی شي.

د هلمند مرستیال والي د دې ګام تود هرکلی کړی او دا یې د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا برخه کي اغېزمن ګام یاد کړی دی.

د ناستې په پای کې د ځمکې د انتخاب لپاره ګډ پلاوی ټاکل شوي، ترڅو پر شرایطو برابر ځای انتخاب کړي.