د لوړو زده وزیر شیخ نداء محمد ندیم کاپیسا او پروان ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو پروسه له نږدې څارلې.
شیخ نداء محمد ندیم ګډونوالو ته د ازموینو د روڼتیا په اړه پوره ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، په پوره ډول به حق حقدار ته سپارل کېږي.
دغه راز نوموړي د ازموینو ښه ترسراوي په برخه کې ممتحینینو، نګرانانو او د پروان او کاپیسا (البیروني) پوهنتونونو مسولینو سره لیدنه کړې او هغوی ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.
د لوړو زده کړو وزیر کاپیسا او پروان ولایتونو ته په داسې حال کې سفر کړی، چې له تېرې شنبې ورځې راهیسې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینې پیل شوې، چې د شپږو ورځو په موده کې به یې پروسه بشپړه شي.