ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۳ زره د کار جوازونه وېشلي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ د روان ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې یې ۳۳ زره او ۲۰۰ قطعې د کار جوازونه وېشلي او له دې لارې یې عواید را ټول کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ارقام ښيي، چې ۲۱ زره او ۵۶۷ تنه په امارتي سکتور، نهه زره او ۸۰۹ تنه هېوادوال په خصوصي سکتور کې په دندو ګمارل شوي.

یاد وزارت زیاتوي، همدارنګه یو زر او ۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

د یادولو ده، چې له دې ارقامو سره په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په درېیو ربعو کې د وېشل شویو کار جوازونو شمېر ۹۰ زره او  ۲۳۱ قطعو ته ورسېد.

همدا راز د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د کارموندنې نهه فعال خصوصي شرکتونه وارزوي.

د بشري ځواک لوی ریاست د ارقامو له مخې؛ تیره ربع کې د کارموندنې خصوصي شرکتونو ته څلور زره او ۴۶۱ تنو هېوادوالو مراجعه کړې ده، چې له هغې ډلې دوه زره او ۵۶۹ تنه امارتي او خصوصي سکتورونو او موسساتو ته معرفي شوي؛ چې له نېکمرغه یو زر او ۷۸۰ تنو دندې هم ترلاسه کړي دي.