ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو زیاتوالی؛ امریکا وايي، نږدې راتلونکي کې اوربند ممکن دی

امریکا وايي، چې غزه کې ښايي نږدې راتلونکي کې د اوربند هوکړه وشي؛ حال دا چې اسرائیلي یرغلګرو په دې تړانګه کې خپلو وژونکو بریدونو ته دوام ورکړی.

پرون دوشنبه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې غزه کې له یو کلنې جګړې او وژنې وروسته اوربند ته نږدې یو.

بایډن زیاته کړې، چې د حماس او اسرائیلو تر منځ په جګړه کې د وړاندیز شوې طرحې د عملي کېدو په درشل کې یو.

د امريکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جک سالیوان هم روانه اونۍ غزه کې د اوربند هوکړې هيله څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي: “موږ هوکړې ته نږدې یو او ښايي روانه اونۍ ترسره شي. زه ژمنه او یا وړاندوینه نه کوم، خو د تحقق لپاره یې کار او هڅې کولای شو.”

جک سالیوان تایید کړې، چې جو بایډن له بنیامین نتانیاهو او د قطر له امیر شیخ تمیم ال ثاني سره غزه کې د اوربند د مذاکراتو په تړاو خبرې کړې دي.

فلسطیني چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې په غزه کې د اوربند او بندیانو د خلاصون لپاره هوکړه نږدې شوې او په وروستي پړاو کې ده.

د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د تړون د پلي کېدو په لومړۍ ورځ به حماس دری بندیان خوشي کړي او په بدل کې به یې اسرائیلي عسکر د غزې له ګڼ مېشتو سيمو ووځي.

اسرائیلي چارواکو هم رویټرز ته تایید کړې، چې خبرې اترې په وروستیو پړاوونو کې دي او په راتلونکو ساعتونو او یا ورځو کې ښایي هوکړه وشي.

غزه تړانګه کې د سولې د مذاکراتو د وروستي کېدو او هوکړې ته د رسېدو له راپورونو سره هم‌مهاله د اسرائیلي یرغلګرو بریدونو زور اخیستی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، غزه کې له پرون دوشنبې سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي، چې د نن ورځې ۱۲ هم پکې شامل دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۶ زره او ۵۸۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۹ زره او ۷۳۱ نور ټپیان شوي دي.