ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا خیرالله خیرخواه: اسلامي امارت هڅه کوي په ټول هېواد کې رغنیزې پروژې پلي کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ملا خیرالله خیرخواه هلمند ولايت ته د سفر په لړ کې د یاد ولايت د مرستيال والي مولوي محمدنبي حماس او د علماوو شورا د رییس شیخ عبدالولي اغا په ملتيا د لښکرګاه ـ هرات عمومي شاهراه ترمنځ د جوړيدونکي سړک له رغنيزو چارو څخه لیدنه کړې.

یاد سړک چې د هلمند ولايت له مرکز لښکرګاه ښار څخه پيل تر لښکرګاه ـ هرات عمومي شاهراه پورې ۲۷.۵ کيلومتره اوږدوالی لري، د رغونې چارې يې د اسلامي امارت له بوديجې څخه پيل شوې، چې په ورځني ډول پکښې لسګونه تنو هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خیرخواه ویلي؛ ډیر د خوښۍ ځای دی چې جګړه ځپلي هلمند کې رغنیزي پروژې پلي کيږي، دا سيمه مخکې د جګړې لومړۍ کرښه وه، چې هیڅ چا ورته د راتګ زړه نه ښه کاوه، خو دا دی د اسلامي امارت له بیا راتګ سره دلته د امن تر سیوري لاندې داسې رغنیزې پروژې پلي کيږي، چې د ولسونو پر شونډو مسکا راولي.

نوموړي زياته کړې؛ اسلامي امارت به په ټول توان سره هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې په ځانګړي ډول په جګړه ځپلو سيمو کې دا ډول ګټورې رغنيزې پروژې پلي کړي، تر څو هېواد او هېوادوال په ځان بسیا او د نورو له احتياجه خلاص شي.