ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سوېلي کوریا تعلیق شوی ولسمشر ونیول شو

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د سوېلي کوریا چارواکو اعلان کړی چې د دې هېواد تعلیق شوی ولسمشر یون سوک یول یې نیولی دی.

د سویلي کوریا د پولیسو په وینا، د یون د نیولو د حکم د پلي کولو لپاره تر ۳ زرو زیات پوځي ځواکونه د هغه استوګنځي ته استول شوي وو.

یون سوک یول د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د نظامي حکومت د اعلان له امله د سویلي کوریا پارلمان لخوا استیضاح او واک یې وځنډول شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د جنوبي کوریا یوې محکمې د دې هېواد د تعلیق شوي ولسمشر یون سوک یول د نیولو حکم په داسې حال کې صادر کړی وو، چې نوموړي د حکومت نظامي اعلان په تړاو محکمې ته ځواب نه وو ویلی.

یون سوک یول د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې په درېیمه نېټه جنوبي کوریا کې نظامي حکومت اعلان کړ، چې ورسره په دې هېواد کې سیاسي ناورین رامنځته شو.