رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړی پړاو به يې شپږ اونۍ وي، چې د جنورۍ پر ۱۹مه (یکشنبه) به پیل شي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د دې هوکړې په اعلامیه کې ویلي، چې په دې پړاو کې به غزې ته د بشري مرستو لېږد هم چټک شي.
د هوکړې پر اساس به د هر نظامي اسرائيلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان او د هر ملکي اسرائيلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان ازاد شي.
پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسرائيلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسرائيل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.
د دې هوکړې له اعلان وروسته د خان یونس او دیرالبلاح اوسېدونکي واټونو ته را ووتل او خوشحالي یې ونمانځله.
غزه کې اوربند ته نړیوال غبرګونونه
ترکیه
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غزه کې د اوربند هرکلی او پر بشپړ پلي کولو یې ټینګار کړی.
یاده اعلامیه کې راغلي، چې د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د منلو سره سم دې ژر تر ژره د یوه خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو په موخه د سولې خبرې پیل شي.
یاد هېواد له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې د اوربند دغه هوکړه لیک ته د اسرائیل د ژمنتیا ډاډ ترلاسه کړي.
سعودي عربستان
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غزې د اوربند له تړون څخه هرکلی کړی.
یاده خبرپاڼه کې د منځګړو هېوادونو د هغو هڅو هم ستاینه شوې، چې د دې تړون د ترلاسه کولو لپاره یې کړي دي.
خبرپاڼه کې له غزې څخه د اسرائیلي یرغلګرو په بشپړه توګه وتلو او خپلو کورنو ته د بېځایه شویو فلسطینیانو پر بېرته راتګ ټینګار شوی.
ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه د منځګړو د هڅو ستاینه کړې او په بشپړ ډول د اوربند د هوکړې پر پلي کولو یې ټینګار کړی دی.
ښاغلي ګوترېش دغهراز له خنډ پرته او په خوندي ډول فلسطینیانو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې ده.