ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سره صلیب نړیواله کمېټه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د چین لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سرمنشي له استازي او د ختېځې اسیا لپاره د سیمه ییز پلاوي له مشر بلداسرستېهلین سره په بیجینګ کې د اسلامي امارت سفارت په مقر کې لیدنه کړې.

په پیل کې مولوي بلال کریمي نوموړي ته ښه راغلاست ویلی او په تېرو څو لسیزو کې یې له افغانانو سره د سره صلیب د مرستو او خدمتونو وړاندي کولو له امله مننه کړې.

نوموړي ویلي، د افغانستان خلک د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري مرستو او همکاریو قدرونه کوي او په راتلونکي کې د یادې کمیټې لخوا د بشري مرستو ترڅنګ د پراختیایي پروژو د تمویلیدو هیله لري.

که څه هم افغانستان له جګړې څخه راوتلی هېواد دی مګر بیا هم په ډېرو برخو کې بشري او پراختیایي مرستو ته اړتیا لري.

اسلامي امارت لوی سفیر زیاته کړې، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره له پاکستان څخه په زور رایستل شوي افغان کډوال د سرپنا روغتیا، تعلیم او د ماینونو د خطر اړوند عامه پوهاوي برخو کې پر وخت او لازمو مرستو ته ډیره اړتیا لري او زموږ هیله داده چې د سره صلیب نړیواله کمیټه په اړوندو برخو خپلې بشري هڅې لا پراخې او ګړندۍ کړي.

د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت به ستاسو سره په ټولو هغو مواردو کې همکار وی، چې پر بنا يې د افغانستان لپاره بشري او پراختیایي مرستې را جلبیږي.

بلداسر ستیهلین هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې ښه همغږي او همکاري ولرو.

نوموړي د دې لیدنې موخه، په راتلونکي کې د چین هېواد د سیډکا(CIDCA) ادارې او نورو نړیوالو بشري سازمانونو په همکارۍ خپل کارونه په بشري او زیربنایي برخو کې له افغانستان سره په موثر ډول تنظیم او دوامداره ښودلې.

ستیهلن زیاته کړې، چین له افغانستان سره په مختلفو برخو کې ښې اړیکې لري او د دې اړیکو نه په استفادې او ستاسو په همکارۍ په ګډه کولی شو چې په راتلونکي کې په بشري او زیربنايي برخو کې اغیزمن ګامونه واخلو.

د نوموړي په وینا؛ موږ به هڅه وکړو، تر څو سېډکا اداره دې ته و هڅوو چې له افغانستان سره خپلې مرستې په زیربنایي او بشري برخو کې لاپیاوړې او له افغان سرې میاشتې سره اړیکې پراخې کړي.

زموږ کمېټه په هغو هېوادونو کې چې عملا په جګړه کې وي، د جګړې له  ښکېلو خواوو سره په همغږۍ فعالیتونه ترسره کوي او په هېڅ صورت خپل فعالیتونه د سیاسي تحولاتو تر اثر لاندې نه راولي.

که څه هم اوس په افغانستان کې جګړه ختمه شوې، مګر اوس هم موږ د روغتونونو تمویل او اورتوپیدي برخو کې مرستې کوو او د تعلیم او تربیې او د ماینونو د خطر په اړه له افغان سرې میاشتې سره په ګډه سیمینارونه په لار اچوو.

بلداسر ستیهلین ویلي، چې په افغانستان کې د معلولینو په برخه کې تر ۷۰٪ همکاري زموږ په غاړه ده او د افغان سرې میاشتې سره په وقایوي برخه کې د سمینارونو په جوړولو کې همکاري کوو.

موږ په افغانستان کې د حکومت او په خاصه توګه د عامو افغانانو رضایت د خپلو فعالیتونو په رڼا کې تر لاسه کړی او دا هغه څه دي چې موږ ته د راتلونکي په اړه په افغانستان کې د پاتې کېدو او د فعالیت کولو انرژي را کوي.

د چین لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سرمنشي استازي زیاته کړې، موږ پخپلو ټولو فعالیتونو کې خپلواک یو د هېڅ هېواد د بندیزونو د لري کولو په تمه نه کښینو او مرستې مو بشري اړخ لري او هېڅکله به یې سیاسي نه کړو.

د لیدنې په پای کې د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر دوام ټینګار شوی.