ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا په لاس‌انجلس کې د اورلګېدنې لسمه ورځ؛ میلیونونه کسان د اورلګېدنې له جدي ګواښ سره مخ دي

د امریکا په لاس‌انجلس ښار کې د اورلګېدنې لسمې ورځې سره هم‌مهاله د امریکا د هوا پیژندنې ادارې د شدیدو بادنو له امله خلکو ته خبرداری ورکړی، چې چمتو واوسي، تر څو د بادونو د زیاتېدو او د اور د پراخوالي سره له خپلو کورونو ووځي.

چارواکي وایي، چې د دې اورلګېدنې له امله تر دې دمه لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶.۵ میلیونه نور د اورلګېدنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دې ترڅنګ، په اور کې تر ۱۲ زره ډېر کورونه او تاسیسات سوځېدلي، او شاوخوا ۲۰۰ زره کسان د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.