ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرې میاشتې نړیوال فدراسیون رییس: افغانستان سره د بشري مرستو پروژې کې زیاتوالی راولو

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولني نړیوال فدراسیون د رییس نیسوفر میګندي، د پروګرامونو مسول احمد سلیمان او د تشریفاتو د مدیر عبدالرشیدهمیم سره په خپل دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي ویلي؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره هڅه کوي، چي ټولي مرستندویه موسسې وهڅوي او اسانتیاوې ورته برابري کړي ترڅو د دوی کارونه په چټکۍ او اسانۍ سره پر مخ ولاړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ د خلګو اړتیاوې د هېواد په کچه راټولې کړي دي او په ډیټابیس سیستم کې مو ثبت کړي، ترڅو خپل پروژې د هغې له مخې پلي کړو.

ښاغلي ترابي ویلي، موږ تل همکارۍ ته چمتو یو او هڅه کوو چي په ټولو برخو کي اسانتیاوي رامنځ ته کړو.

‎ د سره صلیب اوسرې میاشتي نړیوال فدراسیون رییس نیسوفر میګندي له یادې ادارې خوښي څرګنده کړې، چې تل یې زموږ سره په هره برخه کي پوره همکاري کړې ده او له پېښو سره د مبارزې ملې ادارې له‌ خوا یې د پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو څخه مننه کړې.

همدا راز میګندي زیاته ویلي، موږ کوښښ کوو ترڅو په افغانستان کي بشري مرستي او پروژې زیاتي کړو.

نوموړي ویلي؛ باید موږ داسی ټیمونه ولرو ترڅو کېدونکو پېښو ته ژر تر ژر رسېدنه وکړي او په ولایتونو کې باید خلګو ته د بېلابېلو لارو څخه عامه پوهاوۍ ورکړل شي، ترڅو د پېښو پر وړاندي وقایه ولري.

‎د غونډې په پای کې د دواړو لوریو د ګټورو پروژو پلي کېدو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی.