د حماس د سیاسي دفتر مخکښ غړي خلیل الحیة تېره ورځ (چهارشنبه) د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، د فلسطین خلک به هغه کسان هېڅکله هېر نه کړي، چې د نسلوژنې په جګړه کې یې برخه اخیستې ده.
نوموړي زیاته کړې، هغه څه چې اسرائیلو او د هغوی پلویانو په غزه کې ترسره کړل د عصري تاریخ تر ټولو ستره او وحشتناکه نسلوژنه ګڼل کېږي او د فلسطین د خلکو او نړیوالو په حافظه کې به پاتې شي.
الحیة د غزې د خلکو صبر او استقامت ستایلو ترڅنګ د هغو هېوادونو له ملاتړ مننه کړې، چې د فلسطیني وګرو ترڅنګ ولاړ وو او ورته یې اسانتیاوې برابرې کړې وې.
نوموړي ویلي؛ د غزې اوسېدونکي له خپل ټاټوبي کلکه دفاع کړې او هیڅکله یې کډوالۍ ته زړه نه دی ښه کړی، دوی د خپلې خاروې دفاع لپاره د یوه ساتونکي ډال رول ادا کړی.
خلیل الحیة ټینګار کړی، چې اسرائیلو پرته له وراني بل څه تر لاسه نه کړل او د خپلو اسیرانو ازادي یې یوازې د تړون له لارې ممکنه کړه.
بلخوا بیا د حماس جهادي غورځنګ ویلي، صهیونیستي یرغلګر رژیم د حماس د ۱۵ میاشتو جهاد او سرښندنو وروسته د اوربند هوکړې ته مجبور شو.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه نېټه، پر اسراییلو د حماس جهادي غورځنګ له هوايي او ځمکني بریدونو وروسته، دغه غورځنګ د فلسطیني ملت غوښتنو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او تر حده زیاتې سختۍ یې وګاللې.
حماس جهادي غورځنګ دغه هوکړه د فلسطيني ملت او د دوی د اتلانو د مقاومت پایله ګڼي.
دا هوکړه د فلسطيني ملت، حماس مقاومتکوونکو او ازادي غوښتونکو لپاره یوه بریا ګڼل کېږي.