د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مشرتابه د لارښونې پر بنسټ د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست او اسان خدمت مرکز مراجعینو ته د اسانتیا په موخه د میوند بانک څانګه پرانېستل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کندهار ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي سید نوراحمد سعید، د کندهار ولایت میوند بانک مسول رحیم الله همکار او د احصایې او معلوماتو ریاست ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.
د کندهار د احصایې او معلوماتو رییس مولوي سید نوراحمد سعید په یاده غونډه کې ویلي، د دې څانګې په پرانېستل کېدو سره هېوادوالو ته په خدمتونو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپلو مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له میوند بانک سره هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې یې میوند بانک مسولیت لري چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو او د الکترونیکي تذکرو، زېږون کارت او د دې ادارې د نورو خدمتونو د عوایدو د راټولولو په موخه له دې ادارې سره په همغږۍ په ټول هېواد کې خپلې څانګې پراخې کړي.
د یادولو وړ ده، چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو په موخه له دې وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په مرکزي دفتر، د زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز، په سرای شمالي کمپلکس، د کابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست (کارته پروان)، د کابل ښار باغ بالا آسان خدمت مرکز، شهرنو آسان خدمت مرکز، په هرات، خوست او جوزجان ولایتونو کې د میوند بانک څانګې پرانېستل شوې او هېوادوالو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.