ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سلګونه افغان زندانیان له ایران څخه افغانستان ته انتقالېږي

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضايي پلاوي تهران ته د سفر په جریان کې، پرون شنبه (۱۷ /۷ /۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان اسلامي امارت او ایران هېواد ترمنځ پر قضايي او عدلي برخو کې د همکاریو پر ټینګښت سربېره، ایران کې پر اعدام د محکومو افغان زندانیانو لپاره د اعدام پر بدیلو لارو او هلته د مېشت افغان کډوالو پر حقونو خبرې شوې دي.

د سترې محکمې اداري مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني په دې لیدنه کې له ایراني مسولینو غوښتنه کړې، چې په ایران کې د افغان زندانیانو په ځانګړې توګه پر اعدام د محکومو زندانیانو لېست له افغانستان سره شریک کړي.

دغه راز شیخ عبدالمالک حقاني ویلي؛ اعدام تعزیري سزا ده او د اسلام مبارک دین په تعزیراتو کې قاضي ته یو شمېر صلاحیتونه ورکړي دي، بنا له ایراني مسولینو زموږ غوښتنه دا ده چې پر اعدام له محکومو افغان زندانیانو سره د اسلامي اخوت له مخې نرمي وکړي او د حسن تعامل له مخې د اعدام پر ځای ورته بدیلې لارې ولټوي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اداري مرستیال ایران کې د افغان کډوالو په اړه خبرو کې ویلي؛ ایران باید دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته د زده کړو، کار او نور هغه حقونه چې شریعت ورکړي؛ تأمین کړي، بې محکمې باید کوم افغان ونه نیول شي او له ځورولو څخه دې ډډه وشي.

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي د اسلامي امارت د سترې محکمې له پلاوي مننه کړې، چې د افغانستان او ایران ترمنځ په قضايي برخو کې د همکارۍ په موخه یې دغه هېواد ته سفر کړی دی.

غریب ابادي ایران کې د افغان زندانیانو په اړه خبرو کې ژمنه کړې، چې نږدې راتلونکي کې به یو زر او ۵۰۰ افغان زندانیان افغانستان ته انتقال کړي.

نوموړي افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې هڅه کوو په ټولو برخو کې له افغانانو سره حسن سلوک او نرمي وکړو.