ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو وزېر او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ مرستیال لیدنه؛ د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې شوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستیال رؤف مازو او ورسره مل پلاوي د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر وضیعت، د کډوالۍ پر دایمي حللارو، د کډوالو ښارګوټو ته د اسانتیاو برابرول، د افغان کډوالو د شته ستونزو په موخه له پاکستان او ایران سره د درې او څلور اړخیزو ناستو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وشوې.

مازو د کډوالو چارو وزیر ته د شهید خلیل الرحمان حقاني د شهادت تسلیت وړاندې کړ او نوموړي ته یې په نوې دنده کې د بریا هیله وکړه.

نوموړي وویل؛ که څه هم نړیوال مالي بحران د دوی په کارونو منفي اغېز کړی، خو هڅې روانې دي، څو د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره اړتیا وړ بودیجه راجلب کړي.

رؤف مازو له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندېښې وړ موضوع یاده کړه او د خبرو په پای کې یې یادونه وکړه، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې مرستو ته تيارې دي.    

د کډوالو چارو وزېر د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستیال ته ښه راغلاست وویل او د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې یې د نړیوالو همکارو او مرستندویه ادارو هڅې وستایلې.

مولوي عبدالکبیر وویل؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت به هڅه وکړي، چې د راستنو شویو کډوالو او کورنیو بېځایه شویو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او کیدونکې مرستې به په شفاف ډول اړمنو او مستحقو کسانو ته ورسیږي.

نوموړي هېواد ته د کډوالو راستنول خپل لومړیتوب وباله او په وینا یې، وخت او فرصت باید په پام کې ونیول شي او ګډوال له نړیوالو اصولو سره سم پخپله خوښه راستانه شي.

په ناسته کې دواړو لوریو له یو بل سره پر لا همغږۍ او ګډو همکاریو ټینګار وکړ.