د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د لاس انجلس په شمال کې د اور لګېدنې نوې څپه پیل شوې او تر دې مهاله یې له ۳۸ کیلو متره مربع ډېره ځمکه نیولې ده.
د اور دا څپې د بادونو او وچو ځنګلونو له امله په پراخېدو دي او له ۳۱ زره ډېرو کسانو ته د خپلو سیمو د پرېښودو امر شوی.
پرون چهار شنبه د کلیفورنیا په لاس انجلس کې یو ځل بیا اور ولګېد، چې له امله یې چارواکو خلکو ته د ګواښ خبرداری ورکړی.
ویل کېږي، چې د اور لمبې لا هم ودانیو او تاسیساتو ته نه دي رسېدلې.
د چارواکو په وینا؛ تر دې مهاله له ۳۱ زره ډېرو کسانو ته د تخلیې امر شوی او ۲۳ زره نورو ته خبرداری ورکړل شوی دی.
په لاس انجلس کې د اور وژنې ادارې مسولینو ویلي، چې د دې اور کابو کول ګران دي، خو موږ یې د کنټرول هڅه کوو.
د راپورونو له مخې، د دې اور لګېدنې له امله ۵۰۰ بندیان هم نورو زندانونو ته لېږدول شوي.
په لاس انجلس کې د جنوري له ۷مې راهیسې د ځنګلي اورونو د کنټرول هڅې روانې دي.
رویټرز وايي، چې دې اورونو نږدې د واشنګټن په اندازه سیمه سوځولې، ۲۸ کسان یې وژلي او نږدې ۱۶ زره بنسټونه یې زیانمن او یا ویجاړ کړي دي.
د لاس انجلس د چارواکو له قوله، په دې موده کې ۱۸۰ زره کسان د تخلیې له امر سره مخ وو.