بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله تعالی او د هېواد د سترې محکمې د محترم مشر شيخ عبدالحکيم حقاني په اړه د «نړيوالې جنايي محکمې» د يوه څارنوال د تورونو پر بنسټ د نيول کېدو غوښتنه، د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بېبرخې، دوهګونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت دغه بېبنسټه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې.
بهرنیو چارو وزارت په یاده اعلامیه کې ویلي: “دا جوړښت داسې مهال د اسلامي امارت پر محترمو مشرانو بېبنسټه تورونه پورې کوي، چې اوس په افغانستان کې سراسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنګسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي.”
په اعلامیه کې راغلي: “د تأسف ځای دی، چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملګرو پر جنګي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترګې پټې کړې دي.”
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ دا ډول ناسم چلن د ياد جوړښت وار دمخه کمزوری اعتبار نور هم له منځه وړي او په نړيواله کچه يې حيثيت او دريځ په بشپړ ډول بېمعنا کوي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی؛ نوموړی جوړښت دې هڅه نه کوي، چې د بشري حقونو يو ځانګړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.