د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسرائیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو مخنیوی په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې صهیونیستي رژیم یو ځل بیا په غزه کې د “وحشت دروازې” پرانیستې دي.
ښاغلي ګوتریش د غزې تړانګې په اړه په یوه ناسته کې ویلي، چې په غزه کې په پرلهپسې ډول ملکي وګړي ژوند بایلي او دا تړانګه د وژلو په میدان بدله شوې ده.
نوموړي له اسرائیلي رژیم غوښتي، چې فلسطینیانو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې دې پر نړیوالو قوانینو او خپلو ژمنو عمل وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، د جینوا کنوانسیون د ۵۵مې مادې پر بنسټ اشغالګر رژیم باید د اشغال شوې سیمې اوسېدونکو ته خواړه او روغتیايي توکي چمتو کړي.
انتونیو ګوتریش خبرداری ورکړی، چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې وضعیت هم د غزې په څېر په ناورین بدلېدونکی دی.
نوموړي دغهراز په غزه کې د وحشتونو پای ته رسولو، د ملکیانو خوندیتوب، د بشري مرستو رسولو او اوربند تمدیدولو غوښتنه کړې ده.
اسرائیلي رژیم د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په غزه تړانګه کې سخت بریدونه پيل کړي. په دې بریدونو کې یوازې پرون سېشنبه ۲۶ فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر میاشتې له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۰ زره او ۸۱۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۵ زره او ۶۸۸ نور ټپیان شوي دي.
د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.