د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، پنجشیر کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو یوه کانال او استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې.
د پنجشیر ولایت په لومړۍ برخې او پریان ولسوالیو کې د اوبولګولو کانال او استنادي دېوال جوړولو پروژو چارې د پنجشیر والي حافظ محمد حکیم آغا، د پنجشیر ولایت د اوبو او انرژي رییس مولوي فضل الله عادل، سیمه ایزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.
د پنجشیر والي د دغو پروژو رول د کرنیزو بنسټونو او کرنیزو ځمکو ته د طبیعي پېښو د زیان د مخنیوي او د پنجشیر خلکو ته د کاري زمینې د رامنځته کولو د پياوړتیا په برخه کې مهمې ګڼلې دي.
په ورته مهال، د پنجشیر د اوبو او انرژي رییس د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د هغوی د ارزښت په هکله د خبرو ترڅنګ ویلي، مونږ هڅه کوو چې د خلکو د هوساینې لپاره اړینې بنسټیزې پروژې په ځانګړې توګه د کرنیزو او اوبولګولو په برخه کې پلي کړو.
یادې پروژې د اوبو او انرژي وزارت له بودجې د پنجشیر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره یو شمېر خلکو ته د کاري زمیني د رامنځته کېدو ترڅنګ، زرګونه جریبه ځمکه به د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.