عامې روغتیا وزارت وايي، لغمان ولایت کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره په جوړ شوي استوګنېز پنډغالي کې روغتیایي مرکز جوړ شو.
یاد وزارت زیاتوي، د دې روغتیایي مرکز د جوړېدو موخه د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته پر وخت رسېدنه او د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي.
د لغمان عامې روغتیا رییس ډاکتر سمیع الله عابد نیازي له دغه روغتیایي مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په دغه روغتیایي مرکز کې به بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته شپه او ورځ غوره روغتیایي خدمات وړاندې او د هغوی روغتیایي ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.