د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د جوزجان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۸۳ زره او ۲۲۹ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۵۶ زره او۷۶ برېښنایي پېژندپاڼې، ۲۰ زره او۶۲۲ کاغذي پېژندپاڼې، څلور زره ۴۳۸ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت خدمتونه او دوه زره او ۹۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د جوزجان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عزیزالله عزام ویلي، چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي او هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ ښځینه او نارینه مراجعینو ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د جوزجان د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ د یاد ولایت د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش څانګو کې د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼه، د زېږېدنو، ودونو او د کورنۍ د پاتې غړي ثبت) هم وړاندې کېږي.