د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري اوزبیکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د یاد هېواد د کرنې او اوبو له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند ښار کې لیدنه کړې.
د دې لیدنې په ترڅ کې، چې د اسلامي امارت د پلاوي او د اوزبیکستان د بېلا بېلو سکتورونو د مسولینو په شتون کې ترسره شوه، دواړو لورو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
مولوي عطاالله عمري د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې پراخې زمینې اوزبیکستاني لوري ته تشریح کړي او ډاډ یې ورکړی، چې افغانستان به پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
دغهراز نوموړي په دې لیدنه کې، د تجربو او ټیکنالوژۍ شریکولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړي، چې دواړه هېوادونه باید د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره په ګډه کار وکړي ترڅو د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو سربیره، دوی وکولی شي د نړیوالې بې وزلۍ په کمولو کې هم مرسته وکړي.
په ورته وخت کې، د اوزبیکستان د کرنې وزیر د افغان پلاوي هرکلی او د دواړو مسلمان ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر اهمیت یې ټینګار کړی او ویلي یې دي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د کرنې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې، اوزبیکستان ډېرو کرنیزو توکو ته اړتیا لري او افغانستان کولی شي د پنبې، وریجو، مېوو او سبو په تولید سره پدې برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.
ابراهیم عبدالرحمن اوف همداراز څرګنده کړې، چې اوزبیکستان چمتو دی، اصلاحشوې کرنیز تخمونه افغانستان ته ورکړي، څو بزګران یې وکري او له حاصلاتو وروسته یاد هېواد چمتو دی، چې بېرته دغه تولیدات وپېري.
همدارنګه دواړو هېوادونو ژمنه کړې، چې د نباتي کرنتین او د حیواني روغتیا په برخو کې به د بندرونو له لارې نږدې همکاري کوي، څو ژر فاسدېدونکو محصولاتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، تر څو خپلو موخو ته پر وخت ورسېږي.