ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ ۱۹ کلنې لوبډلې دویمه بریا خپله کړه

د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام غوراوي سیالیو په دوام افغان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د هانګ‌کانګ ۷۱ هدف پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د ۸ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

افغان ځوانانو د سیالې هانګ کانګ لوبډلې د ۷۰ منډو هدف په ۱۵م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

په افغان لوبډله کې خالد احمدزي ۳۰ ناسوځېدلې، فیصل ۱۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

تېره ورځ هم د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لړ کې عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې افغان ځوانان به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دریمې لوبې په موخه د متحده عرب اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ دګر ته ښکته شي.