د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې ۷۲ زره او ۲۵ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
یاده اداره زیاتوي؛ په دې خدمتونو کې ۲۱ زره او ۱۷۱ برېښنایي پېژندپاڼې ، ۲۶ زره او ۲۸ کاغذي پېژندپاڼې، ۲۲ زره او ۷۹ کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت خدمتونه او ۲ زره او ۷۴۷ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالحی حقاني ویلي؛ په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه، د انځور نوې کول، د کارت پر مخ اصلاحات، د زېږونونو او ودونو ثبت) خدمتونه هم فعال دي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د ۴۵۳ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي، د دې ترڅنګ یې په میاشتني ډول د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې کړې دي.
د یادې ادارې په وینا؛ سربېره پر دې تېر کال په یاد ولایت کې د ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذایي خوندیتوب، د پنبې، شولو او د افغانستان روغتیا سروېګانو د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.