د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۱۹مه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ نن دوشنبه (۱۴۴۶ سپوږميز کال د شوال المکرم ۱۶مه/ وري ۲۵مه نېټه) ترسره شوه، چې په کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې شوي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د هېواد په مهمو، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو خبرې او پرېکړې شوي دي.
د کابينې په دې غونډه کې د کډوالو عالي کمېسيون ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد په هغو ولايتونو کې چې د کډوالو لپاره په کې ښارګوټو ته ځمکې تثبيت شوي دي، مستحقو او په شرايطو برابرو راستانه شويو کډوالو لپاره دې د ځمکو د وېش لړۍ پيل شي، ترڅو د ځان لپاره د سر پناه کارونه پيل کړي.
همدا راز د ياد کمېسيون ټولې کمېټې مکلفې کړل شوي، چې د راستانه شويو کډوالو اړوند خپلو چارو ته پاملرنه وکړي او په تثبيت شويو ښارګوټو کې خپلې دندې ترسره کړي.
په دې غونډه کې د احصایيې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې، چې په ایران هېواد کې مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یو ټیم ولیږي، تر څو خپلو هېوادوالو ته د پیژندپاڼو او پاسپورټ اخیستلو، تعلیم کولو او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.