د قزاقستان هېواد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د مشر دکتور یرکین توکوموف په مشرۍ او په کابل کې د قزاقستان سفارت د شارژدافیر په ملتیا د دغه هېواد یوه پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له قزاقستان څخه مننه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت سره د واقعیتونو پر بنسټ اړیکې پالي.
مولوي امیرخان متقي ویلي؛ افغانستان، قزاقستان ته د نژدې ملګري هېواد په سترګه ګوري او موږ هیله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل به لا نور هم پراخ شي.
د نوموړي په وینا، افغانستان هیله لري چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د پرمختګونو ترڅنګ د سیاسي اړیکو کچه د اوس په پرتله نوره هم لوړه شي.
د پلاوي مشر توکوموف په خپلو خبرو کې د دغه سفر یوه موخه د افغانستان ځمکني واقعیتونه د قزاقستان ولسمشر او ولس ته منعکسول ښودلي او ویلي یې دي، چې د دغه سفر پر مهال یې د افغانستان د وضعیت په اړه خورا مثبت اغېز اخیستی دی.
د نوموړي په خبره، د قزاقستان ولسمشر د افغانستان مسایلو ته ځانګړې پاملرنه لري او همدا لامل دی چې اوسمهال دواړه هېوادونه ښې اړیکې او پراخ تعامل لري.
په دې لیدنه کې له افغانستان سره د بیارغونې او زېربناوو د جوړونې، د قزاقستاني متخصصینو له تجربو څخه د ګټي اخستني، کرنیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو کې د همکاریو، برېښنایي حکومتولۍ او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.