د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر په دو جلاجلا ناستو کې د څو ولایتونو له علماي کرامو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې علماوو او قومي مخورو د افغان کډوالو پر ستونزو او ځینو وړاندېزونو خبرې کړي او ویلي یې دي، اسلامي امارت په لنډ مهاله ښارګوټو کې د کډوالو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړې دي.
دوی وړاندېز کړیی، چې اسلامي امارت دې د کډوالو لپاره د استوګنې په دایمي ښارګوټو کې د ځمکو د وېش لړۍ هم پیل کړي.
یادو مخورو او علمای کرامو د یو لړ ستونزو حل په موخه سلا مشورې او وړاندېزونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت له توپـیر پرته راستنو شویو افغانانو ته د استوګنې ځمکې په نظر کې نیولې دي او هڅې روانې دي، چې په ولایتونو کې ژر د ښارګوټو ځمکه ځانګړې او د وېش لړۍ یې پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ولسونو ستونزو ته پاملرنه لري او د شته امکاناتو پر مټ به ورته حللارې ولټول شي.