د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د فاریاب ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ لمريز کال کې ۱۸۵ زره او ۱۱۱ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۰۱ زره او ۹۲۱ یې برېښنایي او ۸۳ زره او ۱۹۰ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ ۱۶ زره او ۳۴۶ کسانو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو، مړینو، ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه وړاندې کړي د دې ترڅنګ ۱۷ زره او ۳۷۳ نورو کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د فاریاب ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالباري انقیادي ویلي؛ په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، په لومړۍ وېش څانګه کې چې د میمنې په ښار کې موقعیت لري، له وېش وروسته خدمتونو له ډلې یوازې د کارت پر مخ اصلاحات فعال دي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ځینو مهمو سروېګانو لکه د غذایي خوندیتوب او د افغانستان روغتیا سروېګانو د پليکېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې او ترڅنګ یې په رغنیزه برخه کې د ساتونکو لهپاره د خونې، مراجعینو ته د تشنابونو او د استنادي احاطوي دیوال جوړول د یادونې وړ دي.