په کابل کې د روسيې هېواد سفير دميتري ژيرنوف د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش له لوی ریيس مولوي احمدالله وثيق سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې مولوي احمدالله وثيق، کابل کې د روسيې سفير او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د ورزش ودې او وروستيو لاسته راوړنو پر اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړي او د ورزش په برخه کې يې د دوه اړخيزو همکاريو غوښتنه یې کړې.
دغه راز نوموړي ویلي؛ افغانستان او روسيه ښې دوستانه اړيکې لري او هيله يې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه دوستانه اړيکې لا پراخې شي.
همدارنګه د روسیې سفير دا ډول ليدنې د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا کې اغيزمنې بللي او ویلي یې دي، موږ يو له بل سره ښې اړیکې لرو او په وینا یې چې له خپلو چارواکو سره به د دوستانه اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې وکړي.
د دې ليدنې په پای کې د روسيې سفير او مل پلاوي، په کابل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له ورزشي ميدانونو او ودانیو هم ليدنه کړې.