ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال نیمروز کې څه‌باندې ۶۷ زره کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۳ لمريز کال کې ۶۷ زره او ۷۵ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ په دې خدمتونو کې ۳۰ زره برېښنایي پېژندپاڼې ، ۱۵ زره او ۴۳۲ کاغذي پېژندپاڼې ، دوه زره او ۷۶۸ کسانو ته د ژوند پېښو (یو زر او ۸۴۲ زېږون کارت، ۲۶۲ د مړینو پارچې، ۶۵۰ ودونو او ۱۴ طلاق) د ثبت خدمتونه او ۱۷ زره او ۲۷۳ نورو کسانو ته په تابعیت پېژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د نیمروز ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي مثنی بلوڅ ویلي؛ چې په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (مثنی پېژندپاڼه، د انځور نوې کول او د کارت پر مخ اصلاحات) خدمتونه فعال دي او هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته وړاندې کېږي.

له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخو کې د معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات له ۶۰ دولتي او خصوصي بنسټونو څخه راټول او له ادارې سره یې شریک کړي دي.

سربېره پر دې تېر کال په دې ولایت کې د ځینو مهمو سروې‌ګانو لکه د غذایي خوندیتوب، د پنبې او د افغانستان روغتیا سروې‌ګانو د پلي‌کېدو له بهیر څخه په هر اړخیزه توګه څارنه شوې ده.