ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مولوي عبدالکبیر سره د ناروې د شارژدافیر لیدنه؛ هېواد یې د افغان کډوالو لاس ‌نیوي ته دوام ورکوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له شارژدافیر پيرالبرټ الساس سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې  ښاغلي پــيرالبرټ الساس له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي، د ناروې حکومت د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو لاس نیوی ته دوام ورکوي.

همدارنګه نوموړي د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ بللي او زیاته کړې یې ده، چې د بحث وړ مسایل باید د خبـرو له لارې حل شي.

د افغانستان لپاره د ناروې هېواد شارژدافیر د اسلامي امارت او ناروې ترمنځ مستقیمې اړیکې مهمې بللي دي.

دغه‌راز نوموړي د اسلامي امارت د بښنې عمومي فرمان د انتقام نه اخیستلو لپاره ګټور یاد کړی دی.

الساس په ناروې کې د افغانستان سفارت پرانیستل کېدو ته په اشارې سره د کابل او اروپایي هېوادونو د ديپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګ او باور رامنځته کېدو لپاره د شته مسایلو حل ته اشاره کړې او په دې برخه کې یې خپل نظر له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړی دی.

د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزیر د ناروې شارژدافیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغانانو سره یې په بشري برخه کې د یاد هېواد له مرستو مننه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت له تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي او افغان حکومت د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره هڅې کوې.

نوموړي له پاکستان څخه د کډوالو په زور ایستل د ټولو اصولو پر خلاف عمل بللی او په افغانستان کې یې په دایمي ډول د کډوالې د حل لپاره د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت کډوالو ته د دایمي سرپنا پلان تر کار لاندې لري او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو مرستې اړینې دي.

همدارنګه مولوي عبدالکبیر افغانستان امن هېوا بللی او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت له نشه يي توکو سره کلکه مبارزه روانه کړې، د اداري فساد کچه ټېټه شوې او همدارنګه له افغان خاروې کوم لوري ته ضرر نه دې متوجه.

د ناستې پر دوام نوموړي له اروپايي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بللي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.