د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی او په اسلاماباد کې یې له یو شمېر افغان سوداګرو او کډوالو سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي؛ نورالدین عزیزي په دې لیدنه کې د اسلامي امارت له لوري د افغان کډوالو پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو راستنولو او هغوی ته د ژوند د اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره اړین اقدامات شوي دي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د مناسبو حل لارو موندلو لپاره دوه اړخیزو خبرو ته اړتیا ده.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې کډوال باید د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د معیارونو پر بنسټ د امن او عزت په فضا کې بېرته خپلو هېوادونو ته راستانه شي.