د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب او د انرژي سکتور یو شمېر رییسانو هم ګډون درلود.
په یاده لیدنه کې د بغلان ولایت له خواجه الوان دښتې تر کابل ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د چارو د چټکتیا، او شته ننګونو د حل لارو په اړه خبرې شوې دي.
د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یادې پروژې پر حیاتي ارزښت ټینګار کړی او په خپلو خبرو کې د پروژې د ستونزو د هوارولو د حل لارو ټینګار کړی دی.
نوموړي همدارنګه د بغلان والي ته ډاډ ورکړی، چې یاد وزارت په پلان کې د اوبو او انرژي ډیرې پروژې په بغلان ولایت کې شاملې دي، چې په راتلونکي کې به د اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره د هغوی د پلي کولو په ځانګړې توګه د کیله ګي بند د پلي کولو لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.
په ورته مهال، د بغلان والي د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې د ننګونو د هوارولو په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی دی.