ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“پاکستان دې د اسلامي او بین المللي اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي”

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند نن د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع او په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکېب هم حضور درلود.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ته ښه راغلاست ویلی او په سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره یې د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

ملا محمد حسن اخند له پاکستان څخه تر دې مهاله د افغان کډوالو د کوربه توب مننه کړې او ویلي یې دي، چې په ورستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو. دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې په تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږې.

نوموړي هیله څرګنده کړې، تر څو افغانستان ته د یاد پلاوي سفر د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي.

رییس الوزرا افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه بللي، چې په سیاسي، اقتصادي، دیني او فرهنګي برخو کې ډېر مشترکات لري، باید موجودو ستونزو ته د خبرو له لارې اساسي حل لارې ولټول شي او د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

محترم ملا محمد حسن اخند په ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم دروازې بندولو ته په اشارې ویلي، چې د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو اړتیا ده. هغه عوامل چې سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي باید مخنیوی او له تکرار څخه یې ډډه وشي.

نوموړي د افغان کډوالو د اجباري اخراج په اړه ویلي، چې پاکستان باید د مسلمان او ګاونډي هیواد په توګه د اسلامي او بین المللي اصولو مطابق د افغان کډوالو باعزته ستنولو ته زمینه برابره کړي.

دغه‌راز پاکستان د دې پر ځای چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو بهیر کې همکاري وکړي، په یو طرفه اقداماتو ستونزې زیاتوي. له پاکستان څخه مو جدي غوښتنه ده چې له افغان کډوالو سره بد چلند پای ته ورسوي.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. د اسلامي امارت پالیسي په متقابل احترام او حسنه اړیکو ولاړه ده، پاکستان کې ناامني نه غواړي او قول او عمل یې یو دی.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته په خپل سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د دې سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده او هڅه کوو په شریکه موجوده ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې له منځه یوسي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره به افغانستان ته د پاکستان له لارې په صادرېدونکو زیات شمېر توکو لس سلنه مالیه پای ته ورسوي او د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره نور مهم اقدامات هم په پام کې نیول شوي دي.

په پای کې ښاغلي اسحاق ډار د باور فضا په رامنځته کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان شته اندېښنې باید له پامه ونه غورځول شي. پاکستان په باعزته توګه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر ته ژمن دی او د اسلامي امارت رییس الوزرا ته یې له خپل لوري په دې برخه کې د بېړنیو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړی دی.