ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان لپاره د عربي اماراتو ځانګړی استازی: عرب سوداګر له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته ژمن دي

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د افغانستان لپاره د عربي متحده اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد خلفان او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د نويو پروژو د پلي کېدو او پراختيا او د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اوسمهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې غوره زمینه برابره شوې ده او بهرني هېوادونه کولی شي له همدې فرصت څخه په ګټې اخيستنې د نړيوال او سيمه ييز ريلي اتصال لپاره لاس په کار شي.

 د عربي متحده اماراتو ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړ، چې هېواد يې د افغانستان سره د دوه اړخيزو همکاريو په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د نويو پروژو د پلي کېدو او پانګونې لپاره ژمن دی او هڅه کوي، چې عرب سوداګر په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته را جذب کړي.

 د ليدنې په پای کې د دواړو لوريو لخوا د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا او دوام ټينګار وشو.