د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینک سره لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو او انرژي پروژو، په ځانګړې توګه د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند پروژې، د بامیان ولایت د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاریو د پراختیا او دوام په هکله خبرې وکړې.
د اوبو او انرژي وزیر د چین هېواد سفیر ته د اړینو همکاریو ډاډ ورکړ او پر دوام یې ټینګار وکړ.
ملا عبداللطیف منصور د روزګان او پکتیا ولایتونو د خلکو اړینو اړتیاوو ته په اشارې سره د چین هېواد له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې په یادو ولایتونو کې د ۱۰ او پینځه میګاواټه لمریزې برېښنا پروژو په پلي کولو کې هم همکاري وکړي.
د چین سفیر یادونه وکړه، چې د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی په بشپړ ډول نیول شوی او په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي.
نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې چین هېواد به خپلې همکاري په افغانستان کې د انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې زیاتې کړي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د باغدرې بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو چارې د یوه چینایي شرکت له لوري په سیمه کې په ښه توګه روانې دي او په نزدې راتلونکې کې به د بامیان ولایت د لمریزې برېښنا پروژې عملي چارې هم پیل شي.