د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو، د همکارو ادارو استازو، روغتیا پالانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
مولوي عبدالولي حقاني د تلسیمیا ناروغانو د درملنې برخه کې ژمنتیا، عامه پوهاوی او په دې ناروغۍ اخته کسانو ته د روغتیايي اسانتیاوو رامنځته کول د غونډې موخه بللې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره دې برخې ته پاملرنه زیاته شوې.
د ښاغلي حقاني په وینا، په همدې موخه د هېواد په زونونو کې د وینې بانکونه فعال شوي، په ولایتي روغتونونو کې اسانتیاوې برابرې شوې، د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي او روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز سیمنارونه ورکړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې تلسیمیا ناروغانو ته ۱۲ زره او ۹۵۰ بستې وینه توزیع شوې. دغهراز عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د نورو برخو ترڅنګ تلسیمیا برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې ناروغۍ اخته کسانو ته معیاري روغتیايي خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رییس ډاکټر وحدت الکوزي د تلسیمیا ناروغۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو مسولیت بللی او ویلي یې دي، چې اوسمهال د هېواد په زونونو او ولایتونو کې د وینې فعال بانکونه شته او روغتیا وزارت په پلان کې لري، چې په راتلونکي کې د اندراګاندي (د ماشوم درملنې) روغتون کې د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې عصري او مجهز مرکز پرانیزي، ترڅو په دې ناروغۍ د اخته کسانو معیاري درملنه وشي.