ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جرمني د سوداګرۍ له خونې سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره د جرمني د سوداګرۍ له خونې سره د همکارۍ هوکړه وکړه.

د دې هوکړې پر بنسټ به د جرمني سوداګر په افغان نندارتونونو کې او افغان سوداګر به بیا د جرمني په نندارتونو کې ګډون وکړای شي.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې د نړۍ له هېوادونو سره ستراتیژیکې اقتصادي اړیکې د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزه وده کې د پام وړ مرسته کولای شي.

د افغان-جرمن سوداګرۍ خونه په ۱۳۹۸ کال کې جوړه شوه، خو د سیاسي پرمختګونو له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

د دې خونې چارواکي وايي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.