ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د اوزبیکستان له سفیر سره لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د اوزبیکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې افغانستان ته له اوزبیکستان څخه د با کیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو واردولو، د لابراتواري ازموینو پایلو شریکولو، له افغانستان څخه د یو شمېر توکو صادرولو او روغتیا په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ اړوند بحث او خبرې شوې دي.

د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد له اوزبیکستان سره د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللې.

نوموړي د باکیفیته درملو او طبي او خوراکي توکو په صادرولو ټینګار کړی او د لابراتواري ازموینو د پایلو په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

اوزبیکستاني پلاوي د روغتیا په برخه کې په دوه اړخیزو اړیکو خوښي څرګنده کړې او په یادو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.