د ارشاد، حج او اوقافو د وزیر شیخ نور محمد ثاقب په مشرۍ د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسه په منظم ډول روانه ده او د ټاکلي مهالوېش له مخې، د هېواد له درېیو پروازي زونونو څخه افغان حاجیان مکې مکرمې او مدینې منورې ته لېږدول کېږي.
شیخ نور محمد ثاقب د حج په پروسه کې د دخیلو کمېټو مسولینو ته لارښوونه کړې، تر څو افغان حاجیانو ته غوره خدمات وړاندې او په هره برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان له ۳۰ زره سهم څخه نږدې نیمايي ۱۴ زره او ۵۲۴ کسان له هېواده حرمینو شریفینو ته لېږدول شوي او په نږدې ورځو کې به د احمدشاه بابا له نړیوال هوايي ډګر څخه هم الوتنې پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې نن هم د هېواد له مرکزي زون څخه ۳۴۶ افغان حاجیانو د کابل له هوايي ډګر څخه د جدې هوايي ډګر ته الوتنه وکړه.