د اوزبیکستان هېواد یوه کرنیزه مرستندویه جوپه د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو ته وسپارل شوه.
د یادې جوپې د سپارلو په مراسمو کې د کرنې وزارت د غلهجاتو رییس مولوي مصباحالدین مستعین وویل؛ په دې مرستو کې ۲۰ ټنه د شولې، پینځه ټنه د پنبې او ۱.۳ ټنه د سبزيجاتو تخمونه شامل دي، چې د ترویجي او څېړنیزو موخو لپاره د جوزجان، کندوز، تخار، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونو د کرنې ریاستونو ته لېږل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې اوزبیکستان له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو مرسته هم وکړي.
کرنې وزارت وايي، دغه مرستې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د وروستي سفر له امله او د اوزبیکستان د چارواکو د ژمنو پر بنسټ برابرې شوې دي.
د دې همکاریو موخه د افغانستان د کرنې د ظرفیتونو پیاوړتیا او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او عصري وسایلو لاسرسي اسانه کول دي.
یاد وزارت زیاتوي، دا مرستې کولی شي د موخې سیمو کې د کرنې د تولید کچې په لوړولو او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.