ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کور او ښار جوړولو وزیر: سږ کال به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر ودانیزې پروژې پیل شي

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني د اوزبیکستان هېواد د ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو مسول شیرزاد عادلوف او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې عادلوف وویل؛ راسره مل پلاوي کې د بېلابېلو ودانیزو شرکتونو مسولین شامل دي چې د ودانیو د طرحې او ډیزاین، ښاري زیربنا، هوایي ډګرونو، توپوګرافي او د ساختماني موادو چمتو کولو په برخو کې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه، دوی غواړي په افغانستان کې د کور او ښار جوړولو وزارت سره ګډې همکارۍ ته وده ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر وویل، افغانستان کې د ودانیزو پروژو د پرمختګ لپاره د افغانستان او اوزبیکستان متخصصینو تجربې او پوهې باید یو له بل سره شریکې شي.

شیخ حمدالله نعماني زیاته کړه، د افغانستان په ودانیزو چارو کې شته ستونزې د ګډې همکارۍ له لارې حل کېدای شي.

ښاغلي نعماني وویل؛ تمه ده چې سږ کال به د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې ګڼ شمېر ودانیزې پروژې پیل شي، چې له دې سره به ساختماني موادو ته پراخه اړتیا پیدا شي.

د کور او ښار جوړولو وزیر د اوزبیکستاني شرکتونو څخه غوښتنه وکړه، چې د دې موادو چمتو کولو ته مناسب نندارتون او بیې ورکړي، ترڅو د ودانیزو پروژو لپاره لازم توکي په ښه توګه برابر شي.

عادلوف د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزیر ته بلنه ورکړه، تر څو اوزبیکستان ته سفر وکړي، د یاد هېواد د کور او ښار جوړولو وزیر او مسولینو سره لیدنې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ لپاره نوې لارې پرانیزي.

په پای کې شیخ حمدالله نعماني د کور او ښار جوړولو وزارت اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه، چې له اوزبیکستاني متخصصینو سره د همغږۍ لپاره لازم تدابیر ونیسي او د راتلونکو اقدماتو لپاره لاس په کار شي.