د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتTop of Form وایي؛ چې د خوست او فراه ولایتونو د محتسبینو په هڅو، د کلیوالي ستونزو له امله راپورته شوې دوه اوږدمهالې شخړې حل او په دوستۍ بدلې شوې دي.
د خوست ولایت محتسبینو د یاد ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ (۲۰) کلنه شخړه چې د ګڼ شمېر ستونزو، ناخوالو او د دواړو کورنیو ترمنځ د اړیکو پرې کېدو لامل شوې وه، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړیتوب حل او فصل کړې ده.
بلخوا د فراه ولایت محتسبینو هم په یو ورته اقدام کې د یاد ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د کلیوالي ستونزو له امله راپورته شوې شخړه په سوله ییزه توګه حل او د دواړو لوریو ترمنځ روغه کړې ده.
په دې تړاو ناستو کې محتسبینو د اسلام له نظره د سولې پر ارزښت خبرې کړي او له ښکېلو اړخونو یې غوښتي څو خپلې ستونزې د اسلامي اصولو په رڼا کې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
همداراز دوی ډاډ وړکړی، چې د ټولنې اصلاح او ورته شخړو مخنیوي کې به بشپړه هڅه کوي.
ورته مهال ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایلي او ویلي یې دي؛ چې د ټولنې اصلاح، سمون او مثبت بدلون لپاره د محتسبیو شتون اړین دی.