د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
غونډې ته له اجنډا سره سم د ښاري منظورو شویو پلانونو د پلي کېدو او په هغه کې د شته نمرو د وېش موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه.
په غونډه کې له هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یې پوره ارزونه ترسره او خپل راپور له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.
په دې غونډه کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره ساحې د نفرایټو کان د ایستلو د تړون په اړه هم بحث وشو. له بحث وروسته یاده موضوع د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
همدا راز د بګرام له دوه لارې څخه تر جبل السراج پورې د ۲۵.۶ کیلومټره سړک د جوړونې او د هجرت کلي د ۱۲.۵۱ کیلومټره سړک جوړونې پروژو په اړه هم بحث وشو.
له هراړخیز بحث وروسته ټولګټو وزارت ته سپارښتنه وشوه، څو د یادو پروژو په اړه خپل نظر د اقتصادي کمېسیون له تخنیکي کمېټې سره شریک کړي.