ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت الله جمال:د ګرځندوی معینیت هڅه کوي، چې ټول سیاحتي شرکتونه تر یوه چتر لاندې راټول کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د يو شمېر سياحتي شرکتونو مسولينو د ستونزو شريکولو په موخه لیدنه کړې.

د ناستې په پيل کې د سياحتي شرکتونو مسولينو خپلې ستونزې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال سره شريکې کړې دي.

مولوي قدرت الله جمال د سياحتي شرکتونو له مسولينو سره د یاد معينيت د پلانونو شريکولو تر څنګ ویلي، چې سیاحتي شرکتونو ته د جوازونو د وېش برخه کې ګڼې اسانتیاوې په پام کې نيول شوې او د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق به د دوی شته ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړې، د ګرځندوی معينيت په پام کې لري، چې سیلانيانو ته په تفريحي ځايونو کې هوټلونه او نور اړین سهولتونه رامنځته کړي، تر څو هېواد ته د بهرنيو سیلانيانو د جذب لړۍ پراخه شي او هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.

ښاغلي جمال ویلي؛ د ګرځندوی معينيت هڅه کوي، چې ټول سياحتي شرکتونه تر يوه واحد چتر لاندې راټول کړي، تر څو د معينيت او يادو شرکتونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي او ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.