د باميان ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ سوداګريزو مسايلو پر سر راپورته شوې ۱۵ کلنه بدي د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امريت مسولينو، قومي مشرانو او سيمه ييزو خلکو په همکارۍ پای ته ورسېده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ یادو مسولينو د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د بديو او تربګنيو ناوړه پايلې روښانه کړې او ښکېل اړخونه يې دې ته راضي کړل، چې له دښمنۍ لاس واخلي او د سولې ژوند ته مخه کړي.
په پای کې جرګه کوونکو مشرانو له بشپړې څېړنې وروسته د اسلامي شريعت په رڼا کې فيصله واوروله، چې د ښکېلو خواوو د پخلا کېدو سبب شوه او يو بل ته یې د خوښۍ غاړې ورکړې.