ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت د امریکا د کورني امنیت وزارت وروستۍ څرګندونې د حقایقو درک بللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرینو چارو وزارت د امريکا متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت وروستۍ اعلامیه یو مثبت اقدام او د شته حقایقو درک بللی، چې په افغانستان کې د امنیت او اقتصادي چاپېریال ښه والی تاییدوي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: “دا د اسلامي امارت له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو په لړ کې د مثبتو لاسته‌راوړنو په هکله یو څرګند اعتراف دی.”

بهرنیو چارو وزارت افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړی او ټینګار یې کړی، چې هر افغان د ازاد تګ راتګ حق لري.

دغه‌راز له متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره یې د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه، چې نور په کوربه هېواد کې د پاتې کیدو شرایط نه پوره کوي، د رغنده خبرو اترو لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د داسې دوه اړخیزو میکانیزمونو او خپلو اتباعو ته د قونسلي خدماتو پر اهمیت ټینګار شوی، چې له منل شویو معیارونو سره سم د پېچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندېښنو ته ځواب ووایي او د راستنېدونکو اتباعو عزت او حقوق تضمین کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور افغان کډوال د لنډ مهالي خوندیتوب وضعیت (ټي پي اېس) شرایط نه پوره کوي.

یاد وزارت ویلي، چې ټي پي اېس به د ۲۰۲۵ د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي او د جولای په ۱۲مه به په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.