ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

معلولو مجاهدینو ته د فني، حرفوي او مدیریتي زده‌کړو زمینه برابرېږي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظةالله د حکم پر اساس د دې وزارت په مشرۍ ملي دفاع وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ته دنده سپارل شوې، تر څو معلول مجاهدین تثبیت او تشخیص کړي.

د یاد حکم له مخې، ټاکل شوې چې معلولو مجاهدینو ته د هر ولایت په کچه د فني، حرفوي، ادارې او مدیریت په برخه کې د کار زمینه برابره کړي، تر څو د مسلکي کاریګر په توګه د کار په بازار کې خپل خدمات وړاندې کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې په دې ډګر کې به ډېر ژر عملي فعالیت پيل شي.