ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ له احمد الشرع سره لیدنه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د انتقالي دورې له ولسمشر احمد الشرع سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې لیدنه کړې.

ټرمپ یوه ورځ وروسته له هغه له احمد الشرع سره لیدنه کړې، چې په سعودي عربستان کې یې پر سوریه د بندیزونو لېرې کولو اعلان وکړ.

د امریکا ولسمشر چې منځني ختیځ ته یې سفر کړی، پرون سې‌شنبه سعودي عربستان ته ورسېد او له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې لیدنه وکړه.

د نوموړي د سفر په لومړۍ ورځ امریکا او سعودي عربستان د ۱۴۲ میلیونه ډالرو دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم اعلان کړی، چې هېواد یې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي.

منځني ختیځ ته د ټرمپ د سفر موخه د پانګونې را جلبول ښودل شوي دي.

سربېره پر دې د فارس خلیج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو د مشرانو ناسته د ډونالد ټرمپ په ګډون د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې شوې.

ټرمپ یادې ناستې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

له بلې خوا د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي، چې د خلیج فارس د همکارۍ شورا هېوادونه له امریکا سره پر اقتصادي ګډون ټینګار کوي.

د امریکا ولسمشر له دې ناستې وروسته قطر ته سفر کړی دی.